د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د جون مياشتې غونډه اوس د اطريش په ويانا کې روانه ده. د چين په هڅونې سره دغه ايجنسۍ د مسلسل اتم ځل لپاره د امريکا، برېتانيا او استراليا ترمنځ د اوبتل پر همکارۍ حکومتي بحثونه تر سره کړل. په دغه نړيواله ايجنسۍ کې د چين دايمي استازي لي سونګ د جون په ۸مه د خپلې وينا په ترڅ کې د يادو دریو هېوادونو ترمنځ د اوبتل همکارۍ اصلي بڼه افشا کړه او د دغې همکارۍ پر پيچليتوب او جنجالي ټکو يې ټينګار وکړ. هغه پر مختلفو خواوو غږ وکړ، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ تر چوکاټ لاندې حکومتي بحثونه په ګډه پرمخ بوزي او په عملي کړنو سره رښتينی څواړخيزم پلی کړي.
د روسيې، پاکستان، مصر، جنوبي افريقا، اندونيزيا، برازيل او ارجنټاين په شمول کابو د شلو هېوادونو استازيو ويناوې وکړې او د چين له دريځ او ادعا يې ملاتړ څرګند کړ.
( سپوږمۍ)