د افغانستان د لنډمهاله حکومت کورنيو چارو وزارت د جون په ۸مه وویل، چې د افغانستان شمالي ولايت بدخشان د مرکز فیض اباد ښار په يوه جومات کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د خبرونو له مخې، د بريد پر مهال په دغه جومات کې د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي د جنازې مراسم روان وو. احمدي د روانې مياشتې په ۶مه په يوه بريد کې ووژل شو. داعش د دې بريد پړه پر غاړه واخیسته.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې يا شخص د اتمې نېټې د برید مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی.