نړيوال بانک او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په دې وروستيو کې په وار سره د خپلو تازه راپورونو په خپرولو سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د نړۍ او عمده اقتصادونو پر پرمختګ خپل اټکلي انډولونه لوړ کړل. د نړيوال بانک په اټکل، د چين اقتصاد ممکن په ۲۰۲۳ کال کې ۵.۶سلنه زياتوالی ومومي او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په اټکل دغه اندازه ښايي ۵.۴ سلنې ته ورسېږي. دواړه ارګانونه په دې نظر دي، چې د چين بيا ورخلاصون به نړيوال اقتصاد ته خوځنده ځواک برابر کړي.
د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۸مه په دې اړه څرګنده کړه، چې د چين اقتصاد به د اينجن په توګه خپل رول ته دوام ورکړي او د نړيوال اقتصاد بيا احيا ته به خدمتونه برابر کړي. چين د لا زياتو بهرنيو تصديو هرکلی کوي، چې په چين کې پانګونې وکړي او زياتې ګټې پيدا کړي.
نوموړي وویل، چې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق په شمول زياتو نړيوالو سازمانونو او ارګانونو په جلا جلا توګه د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبيني ښودلې او خپل باور یې څرګند کړی دی.