انټونيو ګوټريس له نړيوالې ټولنې د سمندرونو د ساتلو په موخه د لا قوي اقداماتو غوښتنه وکړه
CMG2023/06/09 10:24:19
شريکول:

د جون اتمه د سمندرونو نړيواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس په همدې ورځ د يوې وېډيويي وينا په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سمندرونو د ساتلو لپاره لاقوي اقدامات غوره کړي.

نوموړي وويل، سمندر د ژوند اساس دی ، هوا او خواړه برابروي او اقليم او هوا تنظيموي. سمندر پر ځمکنۍ کرې د بيولوژيکي تنوع د خزانې تر ټولو لوی ګدام بلل کيږي او سرچينې يې د نړۍ د بېلابېلو ځايونو استوګنيزې سيمې، سمسورتيا او بشري روغتيا ساتي.

نوموړی زياته کړه، د انسانانو فعاليتونه د اقليمي بدلون سبب شوی، چې له امله يې د ځمکنۍ کرې د تودخې درجه هم ورسره لوړه شوې، د اقليم او سمندر وضعيت خراب شوی او د سمندرونو بيولوژيکي سيستم او مخلوقات يې بدل کړي دي. 

د نوموړي په وينا، د سمندري مخلوقاتو تنوع له ګواښ سره مخ  ده، د کبانو سرچينې مخ په کمېدو دي او کيمياوي او پلاستيکي مواد او د انسانانو ايستل شوي توکي د سمندرونو پر غاړو اوبه  چټلوي.