شي جين پينګ له داخلي مغولستان څخه لیدنه وکړه
CMG2023/06/09 10:34:47
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې په داخلي مغولستان کې د خپلې کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ، چې د داخلي مغولستان لپاره د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې ستراتيژيک موقعيت  ټینګولو ته اړتيا لري، موږ باید په بشپړه، دقيقه او هراړخيزه توګه د نوي پرمختګ مفکورې او د لوړ کيفيت د پرمختګ د پرمخبېولو عمده دنده پلې کړو، د اصلي کرښې په توګه د چيني ملت ګډې نظريې پياوړې کړو، د پرمختګ او امنيت پر بنسټ ايکولوژيکي او شین پرمختګ ته لومړيتوب ورکړو، په فعاله توګه د نوي پرمختګ بڼې په جوړولو کې خدمت وکړو او د چیني شکله عصري کېدو داخلي مغولستان د ابادۍ لپاره کوښښ وکړو.

شي جين پينګ د جون له ۷مې څخه تر ۸مې پورې له بايانور ښار څخه ليدنه وکړه او د صحرا کېدو د مخنيوي او کنټرول د پياوړتيا په ګډون د مهمو ايکولوژيکي پروژو د پرمخبېولو په اړه يې د يوې غونډې مشري وکړه او تر غونډې وروسته يې له هوهوت ښار څخه لیدنه هم وکړه.

شي جين پينګ د روانې مياشتې د ۷مې په ماسپښين د هوهوت ښار له جونګ هوان صنعتي مرکز څخه ليدنه وکړه. هغه د دې سیمې د نوې انرژۍ او نويو مادي صنعتونو د پرمختګ، د صنعتي جوړښت د ښه کېدو او سمون او د شنو او کم کاربن د پرمختګ د ترويج په اړه لنډې ويناوې واورېدې. وروسته شي جين پينګ د توليداتو ورکشاپ ته لاړ، چې د توليداتو د توليد بهير او په دې مرکز کې د فوتوولتيک موادو د تصديو د څېړنې او پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه  کړي. هغه پر دې ټینګار وکړ، چې شین پرمختګ اړینه لار ده. د انرژۍ د عنعنوي چارو بدلون او پرمختګ ته وده ورکول، د شنې انرژۍ او د چین د انرژۍ د مهمې اډې پرمختګ د داخلي مغولستان د پرمختګ له لومړيتوبونو څخه دي.  

شي جين پينګ د جون د ۸مې په سهار د داخلي مغولستان د ګوندي کمېټې او حکومت کاري راپورونه واورېدل او په بېلا بېلو کارونو کې يې د داخلي مغولستان لاسته راوړنې تاييد کړې. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د صنعتي جوړښت د ښه والي چټکتيا او په فعاله توګه د ځانګړتيا لرونکو صنعتونو پرمختګ ته اړتيا ده. داخلي مغولستان د چین د انرژیو او ستراتيژيکو سرچينو مهمه اډه ده او د کرنيزو او مالدارۍ د توليداتو او شمال ته د چین د پرانیستلو لپاره مهم پل دی. د صنعتي جوړښت اصلاح کول بايد د دغو امتيازي ځانګړتياوو او ستراتيژيک  موقعيت پر بنسټ ولاړ وي، ځانګړتیا لرونکو صنعتونو ته وده ورکړو او په فعاله توګه د سرچینو پر بنسټ د دې سیمې د بدلون او پرمختګ لپاره نوې لارې ولټوو، ترڅو د عصري صنعتي سیسټم جوړونه ګړندۍ کړي کوم، چې د داخلي مغولستان ځانګړتیاوې او غوره والی منعکس کوي.  

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د چین په شمال کې د ايکولوژيکي امنيت د ساتلو لپاره د ځنګلونو  جوړول د داخلي مغولستان لپاره ډېر مهم کار دی، چې بايد د صحرا د ادارې ماډل په دوامداره توګه  عملي او ښه کړي او جامع ګټې یې لوړې کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې په چین کې د ټولو چینایانو د ګډې شتمنۍ په بهیر کې تر ټولو ستونزمن کار په ځينو سرحدي قومونو کې موجود دی. موږ باید د خلکو په مرکزیت د پرمختګ په وخت کې د خلکو د ژوند خوندیتوب او ښه والي ته زیاته پاملرنه وکړو، ترڅو د ټولو قومونو خلک  په واقعي ډول احساس وکړي، چې ګډې سوکالۍ په عمل کې او د دوی تر څنګ دي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د چيني ملت د ګډې نظريې جوړول په نوې زمانه کې د چین د کمونېست ګوند د ملي کار، اصلي کرښه ده او په قومي سیمو کې د بېلا بېلو کارونو اصلي کرښه هم ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د مرکزي کمېټې د عمومي دفتر مدیر څای چي د رئیس شي جین پينګ په یادو لیدنو کې د هغه ملګرتيا وکړه.