د چين، پاکستان او ايران تر منځ د ترهګرۍ ضد لومړۍ امنيتي مشورتي غونډه جوړه شوه
CMG2023/06/09 11:20:49
شريکول:

د چين، پاکستان او ايران تر منځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې درې اړخيزه امنيتي سلامشوره د جون په  اوومه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په  اتمه رسنيو ته وويل، چې دریو خواوو د سيمه ييزې ترهګرۍ ضد د حالاتو او هيوادونو تر منځ له ترهګرو سره د ګډې مبارزې په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او پرېکړه يې وکړه، چې د ترهګرۍ پر ضد د دریو خواوو امنیتي سلامشورو په چوکاټ کې  خبرې اترې دوام وکړي.

وانګ وین بین وویل، دا د نړيوال امنيتي وړانديز د پلي کولو او د سيمه ييز امنيت او ثبات د پياوړتيا په برخه کې د چين، پاکستان او ايران يو بريالی عمل دی. ترهګري د ټولو انسانانو دښمن دی. چين د هر ډول ترهګرۍ ټينګ مخالفت کوي او غواړي د پاکستان او ايران په شمول له هيوادونو سره همکاري او د  هغو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه وکړي ، چې د دریو هیوادونو ګټې او د سیمې امنیت په خطر کې اچوي.