چين: د م م پلټونکې ډله بايد ژر عراق ته د داعش د جرمونو په اړه ثبوتونه تسليم کړي
CMG2023/06/09 11:21:44
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د جون په ۷مه په عراق کې د م م لخوا د داعش د جرمونو د ثبوتونو د ټولولو په اړه ناسته کې د م م پر پلټونکې ډلې غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې عراق ته د داعش ډلې د جرمونو په اړه ثبوتونه تسليم کړي.

ګنګ شوانګ وويل، چين د تېرو ۶ مياشتو راهيسې د م م د پلټونکې ډلې د نويو لاسته راوړنو ستاينه کړې، په ځانګړي ډول د بيلوژيکي او کيمياوي  وسلو د کارولو او کلتوري ميراثونو د ويجاړولو په اړه په عراق کې نوي ثبوتونه پيدا شوي دي.

نوموړي وويل، چين هم د دې هيله لري، چې اړوندو ثبوتونه پر وخت د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو وسيلې ته بدل شي، ژر تر ژره په سيستماتيک او بشپړ ډول عراق ته د ثبوتونو د تسليم بهير پيل کړي او له دې سره موافقه نه کوي، چې دغه کار د عراق له کورنيو قوانينواو تقنيني تشريفاتو سره تړاو  لري. د پلټونکې ډله باید له دریم هیواد سره د ثبوتونو شریکولو دمخه د عراق د حکومت اجازه ترلاسه کړي، او پر عادلانه کړنو او غير تبعيضي اصولو دې ټينګار وکړي.