(هوهوت ) په مغولي ژبه د شين او زرغون ښار معنی لري. (هوهوت ) ښار د چين په شمال کې د داخلي مغولستان کورواکې سيمې مرکزي ښار دی او د چين د لبنياتو چارو د مرکز په توګه هم ګڼل کيږي. ياد ښار د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ډېرو ښارونو د نښلولو او د چين، مغولستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي دهليز د مهم ځای په توګه شمالي خوا ته د چين د ورخلاصون د پيل ښار او د چين د شمال ختيځ، شمال او شمال لوېديځ د نښلولو مهم مرکز هم دی. دغه راز دغه ښار يو پرانيستی او ټولشموله عصري ښار هم بلل کيږي، چې ډېر څړځايونه پکې ليدل کيږي.