د امريکا د اپرېل مياشتې د سوداګرۍ منفي بيلانس ۷۴ مليارډو او ۶۰۰ ميليون ډالرو ته لوړ شوی
CMG2023/06/09 10:08:32
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د جون په اوومه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په اپرېل کې د دغه هېواد د تجارتي توکو او خدماتو د سوداګرۍ منفي بيلانس  ۷۴ مليارډو او ۶۰۰ ميلونو  ډالرو ته لوړ شوی او دغه رقم د مارچ مياشتې په پرتله ۱۴۰ مليارډه ډالره زياتوالی ښيي.

د شمېرنې له مخې، په اپرېل کې د امريکا د تجارتي توکو د سوداګرۍ منفی بيلانس د مارچ په پرتله ۱۴ مليارډه او ۵۰۰ ميلونه ډالره زیاتوالی ښيي او پدې سره ۹۶ مليارډو او ۱۰۰ ميلونو ډالرو ته رسېدلی دی. د خدماتو د سوداګرۍ منفي بيلانس يې د مارچ په پرتله ۶۰۰ ميليونه ډالره زياتوالی ښيي او پدې سره ۲۱ مليارډو او ۶۰۰ مليونو ډالرو ته رسېدلی دی.