د امريکا، برېتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل همکارۍ اصلي بڼه
CMG2023/06/10 14:21:59
شريکول:

په دې وروستیو ورځو کې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د جون مياشتې غونډه کې د امريکا، برېتانيا او استراليا ترمنځ د اوبتل همکاري د ګډونوالو له خوا په کلکه وغندل شوه. د چين استازي د دې مسئلې په اړه ځانګړې وينا وکړه او پر بېلا بېلو خواوو يې غږ وکړ، چې په ګډه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د خبرو اترو بهير چټک کړي. د روسيې، پاکستان، اندونيزيا او برازيل په شمول د څه دپاسه ۲۰هېوادونو استازيو په جلا جلا توګه د چين د دريځ ملاتړ وکړ او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د نړيوال سيستم او نړيوالو اصولو د ساتلو لپاره يې ګډه غوښتنه وکړه.

دا اتم ځل دی، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د چین تر هڅونې لاندې د بین الحکومتي خبرو اترو په بڼه دغه موضوع  وڅېړه او یو ځل بیا یې د امريکا، برېتانيا او استراليا د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د سکرتریت د جبري کولو هڅې یې شنډې کړې. دوی یوازې د اتومياوبتل همکارۍ د يوې پلمې په توګه کاروي، ترڅو د امریکا د جیو پولیټیکل ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره استراليا ځای پر ځای کړي. دوی غواړي د جیوپولیټیکي سیاسي ګټو د لټولو لپاره د اسیا او ارام سمندري سیمې ته د سیمه ییزو شخړو د رامنځته کولو لپاره د ناټو  چل کاپي کړي.

د قوانینو له  مخې، د امريکا، برېتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل همکارۍ د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ مقرراتو او د جنوبي ارام سمندر د ذروي وسلو پاکولو سیمې له تړون څخه سرغړونه ده. که څه هم نوموړي  دری هېوادونه د اټومي اوبتل د همکارۍ په اړه خبرې کوي، خو په اصل کې دوی د اټومي وسلو د پراخېدو  لپاره بوخت دي.

د وسلو د کنټرول نړیوالو کارپوهانو د اټکلونو له مخې، امريکا او برېتانيا غواړي د ټنو په اندازه د وسلو درجې اټومي مواد استرالیا ته انتقال کړي، چې کولی شي له ۶۴ څخه تر ۸۰ پورې اټومي وسلې تولید کړي. که دا پلان پلی شي، نو دا به د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړیوال سیسټم ته سخت زیان ورسوي. د کمبوديا صدراعظم هون سن د جون په  پنځمه خبرداری ورکړ، چې د امريکا، برېتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل همکارۍ د وسلو د خطرناکې سيالۍ پيل دی، که دغه حالت دوام وکړي، نړۍ به له نورو زياتو خطرونو سره مخامخ شي. د جنوب ختیځې  اسیا د هېوادونو ټولنه په کلکه د اټومي وسلو د خپرېدو مخالفت کوي.

د طرزالعمل له  مخې، امريکا، برېتانيا او استراليا  د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون د لاسلیک کوونکو په توګه، د خپلمنځي اټومي همکاریو د پرمخبېولو لپاره د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ لخوا تصويب ته اړتیا لري. 

د مقرراتو له نظره، کله چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ په چوکاټ کې د نوموړو  دریو هېوادونو ترمنځ د اټومي اوبتل د همکارۍ په اړه بحث  کیږي، نوموړۍ ايجنسي بايد د واقعي څو اړخيزم او د ګډ اتفاق پر اصولو ټينګار وکړي.

د اسیا او ارام  سمندر سیمه د همکارۍ او پرمختګ ځمکه ده، د لویو هېوادونو د لوبو لپاره سیمه نه ده. اټومي خوندیتوب د انسانانو  په راتلونکي او برخلیک پورې اړه لري او د ځینو خلکو لپاره د ځاني ګټو د تعقیبولو لپاره سیاسي وسیله نه ده. د امریکا، برېتانيا او استرالياترمنځ"اټومي دسیسه" یوه ناوړه کړنه ده، چې موخه يې ناپاکه ده او ستر زیان لري، دا یوازې د دغو دریو هیوادونو شخصي معامله نه ده او باید د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ د غړو هېوادونو ګدې ادارې ته وسپارل شي. که څوک غواړي، چې ارام سمندر د طوفان په سمندر بدل کړي، د اسیا او ارام سمندر سیمې خلک به  یې کلک مخالفت وکړي.