د جون په ۹مه ، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوبي افريقا د ولسمشر ماتامېلا سيريل رامافوسا په غوښتنه له نوموړي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ په يادو خبرو کې وویل، چې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ اړيکې د ګڼ شمېر پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې او د چين او افريقا د یووالي او همکاريو لپاره مهم ستراتيژيک اهميت لري. چين غواړي له جنوبي افريقا سره خپلمنځي اړيکې پياوړې کړي، په لوړه کچه د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ پياوړې کړي، ريښتنی څواړخيزتوب پلی کړي، د ګڼ شمېر پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي او نړیوال نظم په عادلانه او مناسب لوري بوزي. چين له جنوبي افريقا څخه ملاتړ کوي، چې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د بريکس همکارۍ سږني فعاليتونه یې تر سره کړي.
رامافوسا په خپلو خبرو کې وویل، چې جنوبي افريقا د دواړو هېوادونو ترمنځ غښتلو او د لوړې کچې ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د جنوبي افريقا او چين ترمنځ همکاريو افريقا ته هم ګټې رسولې. هېواد يې غواړي له چين سره د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره ګډه هڅه وکړي.
دغه راز دواړو خواوو د اوکراين بحران په اړه د نظريو تبادله وکړه. رامافوسا وویل، چې جنوبي افريقا د اوکراین بحران د سياسي حل په اړه د چين له دريځ او اسنادو څخه ملاتړ کوي. شي جين پينګ وویل، چې د اوکراين بحران په برخه کې چین تل پر سولې او ډيالوګ ټينګار کوي.