د هندوراس ولسمشرې ايريس سيومارا کاسترو د جون په ۹مه د چين شانګهای ته رسېدلې او له چين څخه يې رسمي ليدنه پيل کړې، چې دا له چين څخه د دغه هېواد د ولسمشرې لومړۍ ليدنه ده.
ولسمشرې کاسترو د همدې ورځې په ماښام په شانګهای کې په يوه ډيپلوماتيک فعاليت کې د دغه سفر په اړه خپله تمه څرګنده کړه او ویې ویل ، چې د وطنوالو د هيلو په راوړلو سره چين ته راغلې يم. د يو چين پېژندنې د اصل منل او له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو او همکاريو ټينګښت به هندوراس ته د پرمختګ فرصت برابر کړي.
ولسمشرې کاسترو د چين د لاسته راوړنو په تېره بيا د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د کوښښونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د خلکو د ګټو لپاره هڅه د هندوراس او چين ګډه موخه ده. نوموړې باور وښود، چې د هندوراس او چين ترمنځ دوستانه اړيکې به د دواړو هېوادونو د خلکو د يووالي او همکاريو له لارې پياوړې شي.