شي جين پينګ په داخلي مغولستان کې د سرحدي ادارې او د سرحدي ځواکونو د ابادۍ په اړه څېړنه وکړه
CMG2023/06/10 11:32:52
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون منشي شي جين پينګ د جون په ۷مه د دغه هېواد له داخلي مغولستان څخه د ليدنې په ترڅ کې د سرحدي ادارې او د سرحدي ځواکونو د ابادۍ په اړه څېړنه وکړه او هلته يې د مېشتو سرحدي ځواکونو ټولو چارواکو او سرتېرو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ د همدې ورځې په سهار لسو بجو د داخلي مغولستان پوځي ادارې ته لاړ او په وار سره يې د شمالي پوځي  سيمې، ځمکنيو ځواکونو، په داخلي مغولستان کې د مېشتې سرحدي لوا او د داخلي مغولستان د پوځي ادارې راپورونه واورېدل. شي جين پينګ په دې مناسبت د دغو ځواکونو ستاينه کړه، چې له اوږدې مودې راهيسې يې د چين د شمالي سرحدي سيمې د امنيت او ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبولی دی.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د حکومتولۍ او دولتي ارامۍ لپاره د سرحدي خونديتوب او سرحدي دفاع پر مهم ارزښت  ټینګار وکړ او د سرحدي دفاع د خونديتوب غوښتنه يې وکړه.