د امريکا د مشرانو مجلس د بهرنيو چارو کمېټې د جون په ۸مه د چين د پرمختيايي هېواد مقام د پای ته رسولو لايحه تصويب کړې او له دې لارې يې غوښتنه کړې، چې د چين د پرمختيايي هېواد مقام دې لغوه شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۹مه د دغه وزارت په خبري ناسته کې د امريکا د يادې کړنې په اړه وويل، دا چې ايا چين يو پرمختيايي هېواد دی او که نه، د امريکا پر پرېکړې پورې اړه نه لري . امريکا بايد خپل پام هغې مسئلې ته واړوي، چې څنګه به ژر له خپل سر څخه د ظلم او بادارۍ خولۍ وباسي.
وانګ ون بين د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، د چين د نړۍ د لومړي لوی پرمختيايي هېواد مقام د پوره حقيقت او د نړيوالو قوانينو د مقرراتو پر بنسټ دی، دغه وضعيت د امريکايي پارلمان د کاغذي لايحې له خوا نه شي منحل کېدای. د امريکا پارلماني غړي په دې اړه تش په نوم اندېښنه لري، چې چين ښايي د پرمختيايي هېواد د مقام په وسيله له خپل نړيوال مسئوليت څخه ډډه وکړي. دغه ډول اندېښنه بې ځايه او بې بنسټه ده، ځکه چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د خدمت او په ملګرو ملتونو کې د غړيتوب فيس او د امنيت ساتونکو لګښتونو د ونډې په برخو کې د زياتره پرمختللو هېوادونو په پرتله لا زيات لګښتونه او خدمتونه کوي.