د فلسطين ولسمشر محمود عباس به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د جون له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۹مه وویل، چې ولسمشر عباس د چين زوړ او ښه ملګری دی. محمود عباس به له عربي هېوادونو څخه د سږکال لومړی مشر وي، چې چين ته رسمي سفر کوي. له دې څخه د چين او فلسطين ترمنځ د لوړې سويې دوستانه اړيکې ښکارېږي.
وانګ ون بينګ وویل، چې چين تل له فلسطينيانو څخه ملاتړ کوي، چې د خپل ملت قانوني حقونه بيا اعاده کړي. رئيس شي جين پينګ په تېرو مسلسلو لسو کلونو کې له فلسطينيانو څخه د ملاتړ د نړيوالې ورځې تر عنوان د ملګرو ملتونو د يادونې غونډې ته پيغامونه لېږلي، د فلسطين مسئلو د حل لپاره يې څو څو ځله د چين وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړي، د دوو هېوادونو طرحې پر بنسټ یې پر سياسي حل ټينګار کړی او له نړيوالې ټولنې سره د سولې لپاره هڅه کوي.