په ځايي وخت د جون په ۱۰مه نېټه، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دغه هېواد په استانبول ښار کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زايد آل نهيان سره وکتل. دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو پر پرمختګ او په راتلونکي کې د همکاریو پر فرصت بحث کړی.
اردوغان ويلي، چې هېواد يې له متحده عربي اماراتو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او دغه هېواد د پرمختيا، ثبات او سولې ملاتړی او د ترکيې مهم اقتصادي شريک دی
دواړو مشرانو په دې وروستیو کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ ستاينه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړیکو تړون د لاسليک پر واقعي ګټو يې بحث کړی. دواړو مشرانو دغه راز د اقتصاد، پرمختللي تخنيک، بیا کارېدونکې انرژۍ، ترانسپورټ او لوجستيک په مهمو برخو کې هم د همکاريو پر فرصتونو بحث کړی دی.