د رسيپ پلي کېدو سيمه ييزې سوداګرۍ ته نوی خوځنده ځواک ورکړی
CMG2023/06/11 14:46:43
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د رسيپ (RCEP) محلي دولتونو او خویندو ښارونو همکارۍ فورم د جون په ۹مه نېټه د چين د ان هوی ولايت په هوانګ شان ښار کې پرانيستل شو.

په دې فورم کې شاوخوا ۵۰۰ چيني او بهرنيو شخصیتونو ګډون کړی او د رسيپ (د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړیکو تړون) په پوره پلي کېدو سره د رامنځته شويو نویو فرصتونو او د سيمه ييزې سوداګرۍ د نوې محرکې یا خوځنده قوې په اړه يې بحثونه کړي دي.

د اسيان سرمنشي د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله ويډيويي وینا کې ویلي: ډېر خوشحال يم چې د چين او د رسيپ غړيو هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ زیات شوی. د مثال په توګه،‌ په ۲۰۲۲م کال کې د چین او اندونيزيا، سينګاپور، ميانمار، کمبوديا او لاووس ترمنځ د صادراتو او وارداتو اندازه له ۲۰ سلنې څخه ډېره شوې ده. له دې څخه د رسيپ اقتصادي ګټې ښکارېږي.

یوه اوونۍ مخکې رسيپ په فيليپين کې نافذ شوی، له دې وروسته دغه تړون په ۱۵ لاسليک کوونکو هېوادونو کې نافذ شوی.