امریکا پر ظالمانه کړنو او بندیزونو پر لګولو روږدې شوې
CMG2023/06/11 14:55:37
شريکول:

په دې وروستيو کې د امريکا يوې خبري رسنۍ يو خبر خپور کړی، چې عنوان يې دی «واشنګټن پر ۱۲ زرو ډلو او وګړو بدنيزونه لګولي، بالاخره هېواد يې د دغو کړنو له امله زيانمن شوی.» د سږکال تر پيل پورې په نړۍ کې نږدې ۱۲ زره ډلې او يا وګړي د امريکا د حکومت له بنديزونو سره مخ شوي دي. دغه هېواد د بادارۍ غوښتنې فکر لري او په همدې وجه له بندیزونو د وسلې په توګه کار اخلي. حقيقت دا دی، چې پر نورو هېوادونو د بنديزونو لګولو نه يوازې امريکا ته زيانونه رسولي، بلکې امريکا د دغو کړنو له امله په هغه حال کې ګير شوې، چې د نورو ملاتړ او مرستې يې له لاسه ورکړې دي.

امريکا «د وسلو د صادراتو د کنټرول قانون» او «د صادراتو د ادارې مقرراتو» په شمول د قوانينو د خپرولو له لارې سوسياليستي هېواودونو ته د خپلو ملګرو هېوادونو د اړوندو توليداتو د صادراتو مخه نيولې. ورپسې دغه هېواد د يو لړ کورنيو قوانينو په اساس په مستقيم ډول پر يو شمېر هېواودونو، سازمانونو او شخصيتونو بنديزونه لګولي دي. امريکا د ډالرو د تسلط مقام پر مټ د ډالرو د عرضې او معاملې په برخو کې د نورو هېوادونو لار پرې کړې او له دې لارې يې پر نورو هېوادونو فشارونه او يا بنديزونه لګولي. سربېره پر دې، امريکا د بنديزونو، د وارداتو او صادراتو د محدوديتونو او د ګمرکي مالياتو د زياتوالي په شمول د سوداګريزو بنديزونو له لارې نور هېوادونه له اقتصادي ګواښونو سره مخ کړي او په اجبار سره يې خپلې غوښتنې مطرح کړې دي. امريکا پر کيوبا لسګونه کاله اقتصادي او سوداګريز بنديزونه لګولي، د کوريا پر ډيموکراتيک ولسي جمهوريت، ايران او ونزيولا افراطي فشارونه يې پياوړي کړي، په هره برخه کې يې پر روسيې بنديزونه لګولي او په غېر عادلانه وسيلو يې د چيني تصديو د عادي چارو او پرمختګ مخه نيولې ده. د امريکا د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو شلو هېوادونو کې د دغه هېواد له خوا د لګول شويو بنديزونو شمېر ۹ چنده زيات شوی او د دغه هېواد د تېر ولسمشر د ماموريت په موده کې ۳۸۰۰ بنديزونه لګول شوي، چې په منځنۍ توګه دغه هېواد هره ورځ د بنديزونو غټ کوتک ۳ ځله استعمال کړی دی.

بر سېره پر دې، د بنديزونو لګول په تېرو لسو کلونو کې د ډيپلوماتيکو چارو پر وړاندې د امريکا لومړۍ وسيله ګرځېدلې ده. دغه هېواد د خپل پوځي او اقتصادي قوت په اتکا د ازادۍ، ډيموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه د کورنيو قوانينو په استفادې پر نورو هېوادونو بنديزونه لګولي دي. له بنديزونو څخه د امريکا ناوړه استفاده د نړۍ د عمده خطرونو سرچينه ګرځېدلې ده. د اوکراين بحران له سختېدو راهيسې، امريکا پر نورو هېوادونو بنديزونه زيات کړي، چې له امله يې په نړۍ کې د انرژۍ کمبود سخت او د غلو دانو بيې لوړې شوې دي او نړيوال صنعتي ځنځيرويجاړ شوی دی.

د امريکا ناوړه بنديزونو نه يوازې د اړوندو هېوادونو د ملي حاکميت خونديتوب ته زيانونه رسولي، د دغو هېوادونو د خلکو پر ژوند يې ډېرې منفي اغېزې کړې او د بازاري اقتصاد له قواعدو او نړيوالو سوداګريزو اصولو څخه يې څرګنده سرغړونه کړې ده، بلکې د امريکا خپلو ګټو ته يې هم زيان اړولی دی. د نړيوال اقتصاد د پيټرسون انسټيټيوټ د څېړنې له مخې، له ۱۹۷۰م کال څخه تر ۱۹۹۷م کال پورې د امريکا يو اړخيز بنديزونه يوازې په ۱۳ سلنه وضعيت کې موخې ته رسېدلي، خو هر کال يې امريکا ته له ۱۵ ميليارډو ډالرو څخه تر ۱۹ ميليارډو ډالرو پورې اقتصادي زيانونه رسولي. د سپينې ماڼۍ پخواني چارواکي او د کلمبيا پوهنتون د انرژۍ د نړيوالو تګلارو مرکز بنسټګر جېسن بوردوف ويلي، چې له بنديزونو څخه ناوړه استفاده به له مقصد سره مخالفه اغېزه رامنځته کړي او سوداګريز ملګري به وپاروي، چې نور ملګري او يا د امريکا د بانکي سيستم او ډالرو پر ځای بديل ولټوي.

اوسنۍ نړۍ د امريکا د بادارۍ تر کنټرول لاندې نه ده او ډيالوګ او سلامشوره د توپيرونو او جنجالونو د حل مناسبه او عادلانه لاره ده. امريکا بايد د بنديزونو د پاليسۍ په اړه بيا فکر او غور وکړي.