د "يو کمربند او يوې لارې" د فلم د اوونۍ فعالیت په شانګهای کې پيل شو
CMG2023/06/11 11:30:55
شريکول:

د شانګهای د فلمونو د ۲۵مې دورې نړیوال فېستيوال له خوا د يو کمربند او يوې لارې د فلم اوونۍ فعالیت د جون د ۹مې نېټې په ماسپښین په شانګهای کې پيل شو.

روان کال د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز د پلي کېدو له لسمې کليزې سره سمون خوري، ۵ کاله مخکې د شانګهای د فلمونو نړيوال فيسټيوال د يو کمربند او يوې لارې د فلم ګډه ټولنه جوړه کړې او د يو کمربند او يوې لارې د فلم د اوونۍ فعالیت يې جوړ کړی. په تېرو ۵ کلونو کې، د دې ټولنې د ملګرو شمېر ډېر زیات شوی چې د لومړۍ ډلې د ۲۹هېوادونو د ۳۱ فلمي سازمانونو څخه تر اوسه پورې، د ۴۸ هېوادونو ۵۵ غړي سازمانونو په ټولنه کې ګډون کړی. د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او سیمو فلم جوړونکي د فلمونو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو د تمدنونو تبادله او متقابلې زده کړې تر سره کوي.

د شانګهای د فلمونو نړيوال فيسټيوال د يوې مهمې برخې په توګه، د يو کمربند او يوې لارې د فلم د اوونۍ فعالیت به د جون له ۹مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې تر سره شي.