زما په ټاټوبي کې د تروو او مالګينو ځمکو په بدلون کې لوی بریالیتوب تر لاسه شوی
CMG2023/06/12 10:06:20
شريکول:

د چین د جیانګ سو ولایت د دونګ تای ښار په یو فارم کې څو ورځې مخکې د ۱۳ هکتارو په پراخوالي تروو او مالګينو ځمکو کې په امتحاني ډول شړشم وکرل شول. د (جونګ یو ځا ۵۰۱) نمبر تخمونو د کرلو په سیمه کې د شړشمو تولیدي اندازې نوی ریکارډ جوړ کړی او د کرهنیزو چارو د کارپوهانو د ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ سبب شوی دی. 

د ارزونې شمېرې ښيي، چې په یاده سیمه کې د شړشمو تولیدي اندازه د عادي تولید د منځنۍ کچې په نسبت ۵۹ اعشاریه ۲ سلنه زیاته شوې، له شړشمو څخه د تیلو تولیدي اندازه د ځايي عادي اندازې په پرتله ۸۲ اعشاریه ۳ سلنه زیاته شوې ده. دغه شمېرې د ټول چېن په تروو او مالګينو ځمکو کې د کرل شویو شړشمو تولید نوی ریکارډ دی.

سربیره پر دې، د شړشمو تر کرلو وروسته، په دغه تروه او مالګینه ځمکه کې د مالګو اندازه په ۱۰۰۰ کې یوه درجه کمه شوې او د هغو ځکمو په نسبت چې له کرلو پاتې دي، مالګو اندازه يې نیمايي ښکاري. 

په تروه او مالګينه ځمکه کې د شړشمو کرکیله او حاصلات زموږ د هېواد لپاره څه ارزښت لري؟

ازموینې ښيي، چې په تروو او مالګینو ځمکو کې کرل شوي شړشم به د سرې په توګه په دغه ځمکه کې پاتې شي، تر ۲ یا ۳ کلونو وروسته به په دغو ځمکو کې د مالګو اندازه تر ډېره کمه شي. د دې طریقې د ۵ کلونو تر استفادې وروسته، ښايي تروه او مالګینه ځمکه د کرنې پر منځنۍ درجې لرونکې ځمکې بدله شي.

اوس په چین کې شاوخوا ۱۳۳ میلیونه هکتارو په مساحت تروې او مالګینې ځمکې موجودې دي، دا زموږ د هېواد د کرنیزو ځکمو بالقوه سرچینې ګڼل کېږي. که دغه ځمکې په باکیفیته کرنیزو ځمکو بدلېږي، نو د چین د غلودانو تولید تضمین لپاره به مهم رول ولوبوي.

اوس د چین د نباتي تیلو له عمومي تقاضا څخه ۷۰ سلنه يې له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي، نو د دې تقاضا پر وړاندې ډېرې ننګونې شتون لري. شړشم د چین د نباتي تیلو لومړۍ لویه سرچینه ده، او د نباتي تیلو تقاضا د تضمین لپاره مهم رول ادا کوي. 

د چین حکومت تل د غلودانو خوندیتوب ساتلو ته جدي پاملرنه کړې او کوي يې. د کرهنیزو چارو کارپوهانو هم د دې موخې د عملي کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي، دوی د نويو باکیفیته تخمونو د لټولو او نوې تکنالوژۍ د ازمولو لپاره دوامدارې هڅې کړې دي. د تروې او مالګینې ځمکې د ایکولوژيکي ښه والي طرقې او د کرهڼیزو چارو زرغون پرمختګ نه یوازې د تیلو تولیدي اندازې او د بزګرو عایداتو د زیاتوالي لپاره ګټور دی، بلکې د چین د خوراکي غوړو د تقاضا د خوندیتوب لپاره ستر اهمیت لري.

د جیانګ سو ولایت د دونګ تای ښار د یاد فورم د تروې او مالګينې ځمکې د شړشمو تولید ازموينه کې دغه ستر بریالتوب عمده لاملونه دا دي چې د (جونګ یو ځه ۵۰۱) نمبر تخمونه د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ څېړونکي وانګ هان جونګ په مشرۍ ډلې تر ۱۰ کلنې څېړنې وروسته انتخاب شوی باکیفیته تخمونه دي. دوهم، د شړشمو تخممونو د کرلو په وخت کې کارپوهانو په ازمويښتي توګه هغه نوې تکنالوژۍ کارولې چې په یو مشخص مساحت کې ډېر زیات شمېر تخمونه کرل کېږي او د شړشمو د ودې په ترڅ کې يې ځمکې ته د نباتاتو له غورځېدو څخه د ډډه کولو تکنالوژي کارولې. په دې سره په دغه ځل ازمويښتي کرنه کې یاد ستر بریالیتوب تر لاسه شوی دی.

کارپوهانو هیله ښودلې چې دغه شان نوې تکنالوژۍ په نږدې وخت کې د نورو سیمو په تروه او  مالګينه ځمکه کې وکارول شي. جیانګ سو ولایت زما ټاټوبی دی، نو زه ویاړم چې زما په ټاټوبي کې د کرهنیزو چارو دغه شان بریالیتوب تر لاسه شوی دی.