« د ښځو او ماشومانو او د ښځو فيدراسيون په اړه د شي جين پينګ د ويناوو غورچاڼ» چاپ شو
CMG2023/06/12 11:04:16
شريکول:

« د ښځو او ماشومانو او د ښځو فيدراسيون  په اړه د شي جين پينګ د ويناوو غورچاڼ» چې د چین کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ګوندي تاريخ او تاريخي سندونو اکاډمۍ لخوا ايډيټ شوی، په دې وروستيو ورځو کې د يادې مرکزې کمېټې د سندونو مطبعې لخوا د چين په قلمرو کې چاپ شو.

ياد کتاب ۸ مضمونونه او ۱۷۴ ويناوې لري، چې د ۲۰۱۲م کال د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر ۶مې نېټې پورې د شي جين پينګ د راپورونو، ويناوو، تعبيرونو، د مبارکۍ پيغامونو او لارښوونو په شمول څه باندې ۵۰ مهم سندونه پکې شامل دي.