د چين او هندوراس د سياسي او سوداګريزو برخو نږدې ۲۰۰ استازو په بېجينګ کې د چين او هندوراس ترمنځ د تصديو د خاوندانو د لوړې کچې په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ. دا د مارچ په ۲۶مه نېټه د چين او هندوراس ترمنځ د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دواړو هېوادونو د تصديو د خاوندانو د لوړې کچې لومړۍ غونډه ده او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره يې نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی.
د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مرستيال جانګ شاو ګانګ وويل، چين او هندوراس په سرچينو کې خپل غوره والی لري او په اقتصادي برخه کې يو د بل نيمګړتياوې پوره کولی شي او دوه اړخيزې سوداګريزې همکارۍ يې ډېر فرصتونه او ښه راتلونکی لري. نوموړي هيله ښودلې چې د دواړو هېوادونو تصدۍ به چيني بازارونو ته د هندوراس د لا زياتو ښو توليداتو د ننوتلو لپاره ګډې هڅې وکړي، د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه به لا زياته کړي، د پانګونې همکارۍ به پياوړې کړي، بنستيز تاسيسات او ټرانسپورټي چارې به بشپړې کړي، ځايي وګړو ته به کاري فرصتونه برابر کړي او خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.
د هندوراس د بهرنيو چارو وزير رېنا وويل، چې د تصديو د خاوندانو د لوړې کچې لومړۍ غونډې زمینه له چين څخه د هندوراس د ولسمشرې ايريس سيومارا کاسترو د رسمي ليدنې په ترڅ کې جوړه شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی. هغه باور وښود، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لا ټينګښت به د تصديو خاوندانو ته لا زیات فرصتونه برابره کړي او همکارۍ به ښې پایلې ولري.