ملګرو ملتونو د متعارفو جنګي مهماتو د مدیریت پر نړيوال چوکاټ توافق وکړ
CMG2023/06/13 14:51:03
شريکول:

ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې متعارفو جنګي مهماتو د ادارې نړیوال چوکاټ وټاکه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جون په ۱۲مه نېټه په دې اړه وویل، دغه چوکاټ د کارتوسو ادارې په نړیوال میکانیزم کې تش ځای پوره کوي او د دودیزو وسلو د کنټرول لپاره ستر اهمیت لري. 

وانګ ون بین وویل، چین د رغنده رویې په غوره کولو سره د ملګرو ملتونو د کاري ګروپ په څو بحثونو کې ګډون کړی او د یاد چوکاټ د جوړېدو په بهیر کې يې د همغږۍ مهم رول لوبولی دی. د چین په وړاندیز، غیردولتي ډلو ته د وسلو نه ورکړې په شمول ځينې مقررات په دغه چوکاټ کې شامل شوي او ترې ښکاري چې نړیواله ټولنه د جنګي مهماتو د کنټرول په اړه ټينګ هوډ لري. 

نوموړي زیاته کړه، چین غواړي په راتلونکی کې د انسانانو ګډ برخلیک ټولنې نظریې په لرلو سره له مختلفو خواوو سره د جنګي مهماتو کنټرول او ادارې په اړه تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د یوې دایمي سولې او عمومي خوندیتوب لرونکې نړۍ د جوړولو لپاره نور زیات خدمتونه وکړي. (هیله)