د چین او منځنۍ اسیا د سیاسي ګوندونو ډيالوګ لومړۍ غونډه د جون په ۱۲مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه. د قزاقستان د پارلمان د استازو جرګې مرستیال مشر او قرغېزستان د پارلمان مرستیالې په شمول د منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو د ۲۶ سیاسي ګوندونو مهمو چارواکو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو اړيکو څانګې مشر لیو جیان چاو وویل، د چین کمونېست ګوند غواړي د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو له سیاسي ګوندونو سره يو ځای د رئیس شي جين پينګ او یادو هېوادونو د مشرانو اجماع ښه تطبیق کړي، خپلمنځي سیاسي باور پياوړی کړي، د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز او د منځنۍ اسیا هېوادونو د پرمختګ له ستراتيژیو سره همکارۍ وهڅوي، تر څو د سیمې او نړۍ سوله، ثبات او سمسورتیا پرمخبوزي.
د منځنۍ اسیا د هېوادونو د سیاسي ګوندونو چارواکو په دغه غونډه کې وویل، چین د دوی ګاوندي او ستراتيژيک همکار دی. دوی دې ته سترګې په لار دي چې د حکومتوالۍ په برخه کې له چین کمونېست ګوند سره تجربې شريکې کړي، یو د بل د پرمختګ د لارې کلک ملاتړ وکړي او له چین سره اړیکې ټينګې کړي. (هیله)