سمندر ته د جاپان فوکوشیما د ککړو اټومي اوبو د ایستلو تجهیزاتو په ازمويښتي ډول د خپل کار پيل کړ
CMG2023/06/13 11:26:09
شريکول:

د جاپان خبري رسنيو د خبر له مخې، د توکيو بريښنا شرکت چې د فوکوشيما د لومړۍ اټومي بټۍ چلونکی دی، د جون په ۱۲مه نېټه سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د ايستلو تجهيزاتو ازموينه تر سره کړه، دغه ازموينه به د ۲ اوونيو لپاره دوام ولري، تر څو دا وڅېړل شي چې ایا په تجهیزاتو کې کومه ستونزه شته که نه.

د جاپان د کيودو نيوز اژانس او NHK ټليويزيون د راپورونو له مخې، سمندر ته د ککړو اټومي اوبو د ايستلو اړوند وسايل په بنسټيزه توګه بشپړ شوي، د توکيو بريښنا شرکت د ۱۲مې نېټې په سهار د دغو وسايلو ازمايښتي عمليات پيل کړل. په دې عملیاتو کې د ککړو اټومي اوبو پر ځای تازه اوبه کارول کېږي او له سمندري اوبو سره تر يوځای کېدو وروسته يې د سمندري تونل له لارې له ساحلي سيمې څخه شاوخوا ۱ کیلومتر لرې ځای ته لیږدول کیږي. د واوري پمپ څېړنه او په بيړني حالت کې د اوبو ايستلو جريان مخنيوی د دې ازمويښتي عملياتو موخه ده.

په راپورونو کې ویل شوي چې د جاپان د اټومي انرژۍ د تنظيمولو کميسيون به د دغې ۲ اوونيزې ازموينې له پای ته رسېدو وروسته اړوند معاينات تر سره کړي، د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسۍ به د پروسس شويو ککړو اوبو د خونديتوب ارزونه خپره کړه. که ازمويښتي عمليات او معايناتو کې کومه ستونزه نه وه، ګواکې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلوتياريانې په دې میاشت کې بشپړې شي. (ژباړه: شکريه)