شي جين پينګ د بشري حقونو د ادارې نړيوال جګپوري فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/06/14 19:01:47
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۴مه نېټه د بشري حقونو د ادارې نړيوال جګپوري فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې د نړۍ د بشري حقونو اداره له سختو ننګونو سره مخ ده. چين ادعا کوي، چې بشري حقونه دې د امنيت له لارې وساتل شي، بېلا بېل هېوادونه بايد د نورو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکني بشپړتيا ته درناوی وکړي، د سولې او پرمختګ لاره دې غوره کړي، د نړيوال امنيت وړانديز دې عملي کړي او د بشري حقونو د خونديتوب لپاره دې ارام چاپېریال برابر کړي. بشري حقونه دې د پرمختګ له لارې پياوړي شي، د نړيوال پرمختګ وړانديز دې عملي شي، د پرمختګ ټولشموليت، ګډې ګټې او تلپاتې پرمختیا کچه دې لوړه شي، څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک په برابره توګه له بشري حقونو څخه برخمن شي. بشري حقونه دې د همکارۍ له لارې پياوړي شي، د نړيوال تمدن وړانديز دې عملي شي، د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ تبادلې او متقابلې زده کړې دې پياوړې او د خبرو اترو له لارې د ګډې نظريې راغونډې شي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې څرګنده کړې، چې چين د خلکو پر لومړيتوب ټينګار کوي، د بشري حقونو په پرمختګ کې د زمانې د جريان او د خپل وضعيت سره پر برابرې لارې ټينګار کوي او د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې به د بشري حقونو د خونديتوب سويه لا لوړه کړي.