د المان خلکو د ناټو پر هوايي پوځي تمرينونو احتجاج وکړ
CMG2023/06/14 10:55:27
شريکول:

د المان فدراسيون ملي دفاعي پوځ د اعلاميې له مخې ناټو د جون له ۱۲مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د دې هېواد په ځينو سيمو کې تر ټولو لوی هوايي پوځي تمرينونه تر سره کوي چې دا د المانيانو د مخالفت او احتجاج سبب شوي دي. د دې تمرینونو تر اغېزو لاندې د جون په ۱۲مه نېټه د المان په ځينو هوايي ډګرونو کې ځينې الوتنې ځنډېدلې او په اړوندو سيمو کې يې پر ملکي هوايي چلند ناوړه اغېزه کړې ده.

د شنونکو په اند د ناټو د دغه تمرينونو موخه د روسيې ګواښل دي، خو واقعاً دغه تمرينونه به د اوکراین د کړکېچ د شدت سبب وشي.

څو سوه تنه لاريون کوونکي په وروستيو کې د المان په هانوير سيمه کې د ونستورف هوايي پوځي اډې ته په نژدې سيمه کې راغونډ شوي و او د هغه شعار په ورکولو سره چې سوله غواړو نه جګړه او ناټو دې وسلې پرېږدي، د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه يې کړې چې په ډيپلوماتيکو لارو چارو د اوکراین اوسنی ناورین حل کړي. دغه هوايي پوځي اډه د ناټو د پوځي تمرينونو يوه له لوژستيکو اډو څخه ده.

(غاټول)