د بشري حقونو د ادارې نړيوال جګپوړی فورم په بېجينګ کې ترسره کېږي
CMG2023/06/14 13:15:49
شريکول:

د بشري حقونو د ادارې نړيوال جګپوړی فورم د جون له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې روان دی، چې د نژدې سلو هېوادونو او ملګرو ملتونو په شمول د نړيوالو سازمانونو څه باندې ۳۰۰ چيني او بهرني مېلمانه په کې ګډون کوي.

دغه فورم د مساواتو، همکارۍ او پرمختګ: د ((ويانا اعلاميې او عملي لارښوونکي سند)) د منظورېدو د ۳۰ مې کليزې او د بشري حقونو د نړيوالې ادارې تر عنوان لاندې تر سره کېږي. په دغه فورم کې به د نړيوالې همکارۍ او د بشري حقونو د نړيوالې ادارې، د نړيوال پرمختګ د وړانديزونو او د پرمختګ د حقونو د رامنځته کېدو، د نړيوال امنيت د وړانديزونو او د بشري حقونو د تامينولو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ميکانيزم او د بشري حقونو د نړيوالې ادارې، د ډیجيټلي زمانې د بشري حقونو د ضمانت په هکله پنځه فرعي فورمونه ترسره شي.

ياد فورم د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر، بهرنيو چارو وزارت او د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ايجنسۍ لخوا په ګډه جوړېږي.