د کابل امبولانس آمريت د کابل ښاريانو لپاره ۲۴ ساعته وړيا خدمتونه وړاندې کوي. د دې آمریت مسوولین وايي، دوی د ۲۵ مجهزو امبولانسونو او صحي ډلو په لرلو سره، د کابل ښار په بېلابېلو ځايونو کې ۱۱ څانګې لري، چې شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې دي. دوی وايي د کابل ښار نفوس ته په کتو سره اړتيا ده چې د لا غوره خدمت لپاره نورې اړوندې اسانتیاوې پراخې او برابرې کړي.