شي جين پينګ: چین غواړي د فلسطین مسئلې د ژر پوره، عادلانه او دایمي حل لپاره ور سره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي
CMG2023/06/15 15:06:04
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جون د ۱۴مې نېټې په ماسپښین د خلکو په لوی تالار کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چین او فلسطین د ستراتيژيکو اړیکو د ټينګېدو اعلان وکړ.

رئیس شي جين پينګ چین ته د عباس د سفر هرکلی وکړ او ويې ویل، محمود عباس په سږ کال کې د عربي نړۍ لومړی مشر دی چې چین ته یې سفر کړی. له دې ښکاري چې د چین او فلسطین ترمنځ اړیکې لوړه سویه لري. چین او فلسطین متقابل باور لري او یو د بل کلک ملاتړ کوي. چین د خپلو قانوني حقونو د پوره کولو لپاره تل د فلسطینیانو له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي. چین غواړي د فلسطین مسئلې د ژر پوره، عادلانه او دایمي حل لپاره له فلسطین سره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي. اوس چین او فلسطین خپلمنځي ستراتيژيکې اړیکې ټينګې کړې، دا به د دواړو خواوو تر منځ د اړیکو ټينګښت لپاره یو مهم پړاو پيل کړي. چین به په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې له فلسطین سره دوستانه همکارۍ لا نورې پراخې کړي.

شي جين پينګ وویل، چین له فلسطین څخه ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو رسمي غړیتوب تر لاسه کړي، چین به په دوامداره توګه په نړیوالو صحنو کې د فلسطین لپاره عادلانه ادعا څرګنده کړي او تر وسې پورې به له فلسطین سره مرستې وکړي.

رئیس شي جین پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د فلسطین مسئله تر څه باندې ۵۰ کلونو پورې غځېدلې، فلسطینیانو ته يې ډېر زیانونه رسولي دي، باید په نږدې وخت کې فلسطینیانو ته عادلانه پایله ورکړ شي.

شي جين پينګ په دې اړه درې فقره ییز طرح وړاندې کړه، لومړی د فلسطین مسئلې د حل و فصل بنسټيزه لار دا ده چې په ۱۹۶۷م کال کې د ټاکل شوي سرحد له مخې د فلسطین خپلواک هېواد جوړ شي چې پلازمېنه يې ختيځ بیت المقدس دی. دوهم، د فلسطین اقتصاد او د خلکو ژوند وړ اړتیاوې باید تضمین شي، نړیواله ټولنه باید  د فلسطین له پرمختګ سره نورې زیاتې بشردوستانه مرستې وکړي. درېیم، نړیواله ټولنه باید د فلسطین مسئلې په اړه د سوله ییزو خبرو اترو پر سم لوري ټينګار وکړي او د فلسطین او اسرائیل په سوله کې د ګډ ژوند د عملي کولو لپاره دې اغېزناکې هڅې وکړي.

محمود عباس له چین څخه مننه وکړه چې له اوږدې مودې راهیسې يې له فلسطین سره ډېرې بشردوستانه مرستې کړې دي.

عباس پر دې ټينګار وکړ، چې فلسطین د خپلو مرکزي ګټو په اړه د چین له دریځ ملاتړ کوي او د یو چین پېژندنې اصول جدي مراعات کوي. فلسطین غواړي له چین سره د یو کمربند او یوې لارې  د ګډې جوړونې کوښښونه وهڅوي، په مختلفو ساحو کې له چین سره همکارۍ نورې پياوړې کړي او خپلمنځي ستراتيژیکې اړیکې لا ژورې کړي. فلسطین د چین له هغې کړنې لوړه ستاینه وکړه چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ توپیرونه يې په همغږۍ لرې کړي او تمه لري چې چین د فلسطین دننه جوړ جاړی او د منځني ختيځ د سولې د عملي کېدو لپاره نور زیات رغنده رول ولوبوي.

دواړو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د چین او فلسطین د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۳۵مې کلیزې د یادونې پيغام کې لاسلیکونه کړي او د دواړو مشرانو په حضور کې د دواړو خواوو د اقتصاد او ټکنالوژۍ همکاریز تړون په شمول څو دوه اړخیز همکاریز تړونونه لاسلیک شول.

دواړو خواوو د چین ولسي جمهوریت او فلسطین ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو د جوړېدو ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړې ده.