د نوې انرژۍ بسونه به د نړۍ د محصلينو د ۳۱مې دورې د دوبنيو لوبو په خدمت کې وي
CMG2023/06/15 11:19:40
شريکول:

د نړۍ د محصلينو د ۳۱مې دورې دوبنۍ لوبې به د جولای په ۲۸مه نېټه د چين د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې پرانيستل شي. د دغو لوبو په ترڅ کې به له زرو زيات د نوې انرژۍ بسونه د خدماتي موټرونو په توګه وکارول شي.

دغه دواړه ډوله بسونه برقي موټرونه دي، چې د برقي بېټرۍ نوې ټکنالوژي پکې کارول شوې او د مزل اوږدوالی او د چارج موثريت يې په ډېره اندازه لوړ شوی دی. دغه ډول برقي بس له يو ساعته چارج وروسته له ۲۸۰ کيلومترو څخه تر ۳۰۰ کيلومترو پورې مزل کولی شي.