د چين د فو جيان ولايت نينګ ده ښار له لرغونې زمانې راهيسې د دا هوانګ يو کبانو اصلي سرچينه بلل کيږي. چيني کارپوهانو د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د دغه ډول کبانو د روزنې طريقه په برياليتوب وڅيړله او وروسته تر دې، په دغې سیمې کې د کبانو عصري روزنيزې چارې عملي شوې دي.