د ملګرو ملتونو راپور: په ټوله نړۍ کې د جبري بي ځايه شويو کسانو شمېر شاو خوا ۱۱۰ ميلیونه تنو ته رسېدلی
CMG2023/06/15 10:45:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام د جون په ۱۴مه نېټه د نړيوال تمايل کلنی راپور خپور کړ او له مخې يې د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې ټوله نړۍ کې د بې ځايه شويو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی او په مې مياشت کې شاو خوا ۱۱۰ ميلیونه تنو ته رسېدلی دی، چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

راپور په ډاګه کوي، چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې د جګړو، نښتو او اقليمي بدلون له امله د بې ځايه شويو کسانو شمېر ۱۰۸اعشاريه ۴ميليونه تنو ته رسېدلی و، چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ميليونه او۱ لکه تنه زيات شوی او د زياتوالي اندازه یې تر ټولو زياته وه. په دغو کسانو کې ۳۵ ميليونه او ۳ لکه تنه له خپل وطن څخه نورو هېوادونو ته د خونديتوب لپاره کډه شوي، ۶۲ ميليونه او ۵ لکه تنه د نښتو او زورزیاتي له امله له خپلو ټاټوبيو څخه وتلي او د خپل هېواد په مختلفو ځايونو کې ځای پر ځای شوي.