شي جين پينګ د فلسطين مسئلې د حل لپاره ۳ فقره ييز وړانديز وکړ
CMG2023/06/15 09:54:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ په خبرو اترو کې وويل، چې د فلسطين مسئلې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د فلسطين خلکو ته سخت زيانونه رسولي او د فلسطين لپاره بايد ژر تر ژره عدالت رامنځته شي.

شي جين پينګ د فلسطين مسئلې د حل لپاره ۳ فقره ييز وړانديز وکړ.

۱- د فلسطين مسئلې د حل لپاره بايد د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ او د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنې کې د فلسطين هېواد جوړ شي، چې دغه هېواد پوره ملي حاکميت ولري او خپلواک وي. 

۲- د اقتصاد او د خلکو د ژوند په برخو کې بايد د فلسطين اړتياوې تامين شي. نړيواله ټولنه بايد د پرمختګ او بشر دوستۍ په چارو کې له فلسطين سره مرستې زياتې کړي. 

۳- نړيواله ټولنه بايد د خبرو اترو پر مناسب لوري ټينګار وکړي. نړيواله ټولنه بايد د بيت المقدس تاريخ او اوسني وضعيت ته درناوی وکړي، له ناوړه، مخربو او تحريک کوونکو خبرو او کړنو څخه دې ډډه وکړي، لا لويې، واکمنې او اغېزناکې نړيوالې غونډې دې جوړې کړي او د سوله ييزو خبرو اترو لپاره دې زمينه برابره کړي. چين هيله لري، چې د فلسطين د داخلي روغې جوړې او سوله ييزو خبرو اترو په هڅولو کې مثبت رول ولوبوي.