د خلکو خدمتګار
CRI2023/06/15 17:31:57
شريکول:

شي جين پينګ د هه بې ولايت په جنګ دينګ ولسوالي کې د خپل ماموريت په موده کې د يوه بايسکل په کارولو سره د دغې ولسوالۍ له ګوټ ګوټ څخه ليدنه وکړه او له ځايي خلکو سره يې خبرې اترې وکړې. د فوجيان ولايت په نينګ ده ښار کې يې د ځايي خلکو د رښتيني ژوند په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د دې سيمې له لرو پرتو او بېوزلو سیمو څخه ليدنه وکړه. په جه جيانګ ولايت کې يې د سخت توپان پر وړاندې خوندي ځای ته د اوسېدونکو د انتقال لپاره شپه او ورځ په لارښوونکو چارو بوخت وخت تېر کړ.

شي جين پينګ د چین د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو راهيسې له ۱۰۰ زيات ځله د چين له بېلابېلو سيمو څخه ليدنې کړې دي.

شي جين پينګ ويلي، چې د خلکو لپاره خدمت زما دنده ده، چې له کارونو ستړی شم، نو خوشاله شم.