د خلکو لپاره په خدمت کې فداکاري
CRI2023/06/15 17:08:49
شريکول:

شي جين پينګ د ۱۹۶۹م کال په جنورۍ کې، چې هغه وخت کې يې له ۱۶ کاله کم عمر درلود، د تنکي محصل په توګه د خدمت لپاره له بېجينګ څخه د شاان شي ولايت ليانګ جيا هه کلي ته لاړ. هغه هلته ۷ کاله وخت تېر کړ او له خپل ځان سره یې يو ټينګ هوډ وکړ، چې د خلکو لپاره به رښتينې او ګټورې چارې تر سره کوي. شي جين پينګ د ۱۹۸۲م کال په پسرلي کې، چې هغه وخت کې يې له ۲۹ کاله کم عمر درلود، د هه بې ولايت جنګ دينګ ولسوالۍ ته ولاړ او د ځايي خلکو لپاره یې ډېرې ګټورې چارې ترسره کړې.

شي جين پينګ په ۲۰۰۳م کال کې د جه جيانګ ولايت د مسئول په توګه د سي سي ټي وي له خبريال سره په مرکه کې د يادو تجربو په اړه وويل، چې د دغو تجربو له لارې مې د خلکو قوت او ريښه درک کړې او په رښتينې توګه مې عام خلک او زموږ ټولنه پېژندلې.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو وروسته څه باندې ۱۰۰ ځله د چين له بېلابېلو ښارونو او کليو څخه ليدنې کړې دي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايټاليا د استازو مجلس د هغه وخت له مشر روبيرتو فيکو سره د ليدنې په ترڅ کې ویلي و، چې د يوه دومره لوی هېواد د مشر په توګه زما پر غاړه مسئوليت دروند او کارونه ډېر سخت دي. زه به د خلکو لپاره په خدمت کې فداکاري وکړم او د خلکو زړونه به ډاډه او ترلاسه کړم.