د م.م د امنيت شورا پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې له کرکجنو ويناوو، نژاد پالنې او تندلارۍ سره مخالفت وکړي
CMG2023/06/16 10:02:02
شريکول:

د م.م د امنيت شورا د جون په څوارلسمه نېټه د ۲۶۸۶م نمبر پرېکړه ليک په تصويبولو سره پر نړيوالې ټولنې غږ  وکړ، چې په ګډه له  کرکجنو ويناوو، نژاد پالنې او تندلارۍ سره مخالفت وکړي.

په دې پرېکړه ليک کې راغلي، چې د امنيت شورا پردې ښه پوهيږي، چې له کرکې ډکه وينا، نژاد پالنه، نژادي تبعيض،له نورو هېوادونو سره دښمني، جنسي تبعيض او تندلاري ښايي د شخړو او کشالو سبب شي، نو پر بېلا بېلو هېوادونو غږ کوي، چې د زورزياتي پېښې، کرکجنې ويناوې او تندلارۍ وغندي او د نورو د نه زغملو او د دښمنۍ د لمسولو د کړنو مخه ونيسي. د امنيت شورا په سوله کې د بېلا بېلو هېوادونو ګډ ژوند هڅوي او له نړيوالو قوانينو سره سم به  له کرکو ډکې ويناوې او تندلارۍ له منځه يوسي.

(غاټول)