هېڅ هېواد د بشري حقونو حاکم نه دی
CMG2023/06/16 15:07:10
شريکول:

سږ کال د ویانا اعلامیې او عملي پروګرام د تصویبېدو  ۳۰مه کلیزه ده. په دغه سند کې راغلي، چې د خلکو د بشري حقونو او بنسټيزې ازادۍ ساتنه باید د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې ترسره  شي، نړیواله ټولنه باید موثرې نړیوالې همکارۍ  وهڅوي او د خلکو د پرمختګ حقونه پوره کړي او په پرمختګ کې خنډونه دې لېرې کړي. دغه سند د ګردې نړۍ د بشري حقونو د پرمختګ په تاریخ کې یو مهم سند ګڼل کېږي.

د دغه سند له خپرېدو ۳۰ کاله وروسته اوسمهال په نړۍ  کې د جنګي شخړې، پولي بحران او د نړیوال کېدو ضد ځواکونو په شمول یو لړ ستونزې موجودې دي. په دغه حال کې، د ګردې نړۍ د بشري حقونو مدیریت پر کوم لوري روان  دی؟

د نړۍ د بشري حقونو د ادارې په اړه  د لوړې کچې فورم د جون په ۱۴مه او ۱۵مه په بېجینګ کې ترسره شو. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۱۴مه دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او پکې يې  وویل، چې نړیوال باید د بشري حقونو د تضمین لپاره خوندیتوب، پرمختګ او همکارۍ عملي  او د ګردې نړۍ د امنیت، پرمختګ او تمدن وړاندیزونه دې تطبیق کړي. دا د نړۍ د بشري حقونو د مدیریت په اړه د چین تازه ادعا ده او په دغه فورم کې د ګډونوالو پراخه موافقه يې تر لاسه کړه.

د ازبکستان د پارلمان لومړي مرستیال او د بشري حقونو د دولتي مرکز مشر اکمال سیدوف د چین میډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، د رئیس شي جين پينګ لخوا په لېږل شوي پیغام کې د ګردې نړۍ د بشري حقونو د پرمختګ په اړه ژورې نظریې  موجودې دي. هغه د رئیس شي جين پينګ وړاندیزونه وستایل او خوندیتوب، پرمختګ او همکارۍ يې د بشري حقونو د ساتلو دری  بنسټونه  وبلل.

امنیت او خوندیتوب د بشري حقونو د تضمین لومړی شرط دی. اوس ځينې هېوادونه تش په نوم د لویو هېوادونو سیالي  راپاروي، جنګونه او شخړې يې راپورته کړي او له امله يې په نړۍ کې امنيتي ګواښونه ډېر زیات شوي. په یاد فورم کې ګډونوالو پراخه موافقه  وکړه، چې د چین لخوا وړاندې شوی د نړۍ د امنیت وړاندیز د ګردې نړۍ د بشري حقونو مدیریت د بشپړتیا لپاره ستر اهمیت لري.

پرمختګ د بشري حقونو د ساتلو بنسټ دی. چین په بریالیتوب سره په کلیوالو سیمو کې ۷۷۰ میلیونه کسان له بېوزلۍ څخه  ایستلي او له ټاکلي وخت ۱۰ کاله مخکې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا کې د بېوزلۍ له منځه وړلو موخه یې پوره کړې او اوس د خلکو د ګډې سمسورتیا  لپاره هڅې کوي.

د فرانسې سوداګر ارناود بیتراند  څه موده وړاندې چین ته سفر او په چین کې په بریالیتوب سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو  په اړه ژوره خاطره لري. هغه دا په نړۍ کې تر ټولو لوی او اغېزناک بریالیتوب بللی.

د بشري حقونو تضمین د انسانانو ګډه هیله ده او باید ور ته سیاسي یا نظامي رنګ  ورنه کړل شي ، خو ځينې غربي هېوادونه په خپلو هېوادونو کې د بشري حقونو پر ترینګلي وضعیت سترګې پټوي ، بله خوا د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کړې او د نورو د پرمختګ مخنیوی  کوي. د چین په اند، هېڅ هېواد د بشري حقونو حاکم نه دی، بېلا بېل هېوادونه د خپلو حالاتو له مخې د بشري حقونو د پرمختګ لارې د انتخابولو قانوني حق لري. چین په نړۍ کې د یوازیني هېواد په توګه چې د خپل هېواد بشري حقونو د ساتلو په اړه  یې څلور پلانونه ټاکلي او جدي تطبیق يې کړی، د بشري حقونو تضمین په برخه کې يې د لیدو وړ بریالیتوب تر لاسه کړی دی. اوس چین د خپل شکله عصري کېدو په جوړونه بوخت دی او په دې بهیر کې به د ګردې نړۍ د مدیریت په اړه له نړیوالې ټولنې سره دیالوګ او همکارۍ ته دوام ورکړي.