د چين د سوداګرۍ وزارت د جون په ۱۵مه يولړ شمېرېخپرې کړې، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مې پورې د ۵۷۴اعشاريه ۸۱ ميليارډ يوانو بهرنۍ پانګونې یې راجلب کړې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۱سلنه زياتې شوي او له ۸۴اعشاريه ۳۵ميليارډ ډالرو سره برابرې دي، خو د پيسو د تبادلوي ارزښت د ټیټوالي له امله د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵اعشاريه ۶سلنه ټيټې شوي.
د روان کال له جنورۍ څخه تر مې پورې په چين کې د نويو بهرنيو پانګونو د تصديو شمېر ۱۸۵۳۲ ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸اعشاريه ۳سلنه زيات شوی.
د روان کال په لومړيو ۵مياشتو کې په چين کې د فرانسې، بريتانيې، کاناډا او جاپان د واقعي پانګونو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۴۲۹اعشاريه ۷سلنه، ۱۷۹اعشاريه ۲سلنه، ۱۷۰اعشاريه ۱سلنه او ۶۳اعشاريه ۳سلنه زياته شوې ده.