د امريکا د ماليې وزيرې جانيټ يليڼ په دې وروستیو کې د امريکا او چين تر منځ د سوداګرۍ په اړه د دغه هېواد د ملي کمېټې د مشرانو شورا په شمول د سوداګرۍ له اړوندو مشرانو سره ولیدل او له چين سره د سوداګرۍ او پانګونې پر اهميت يې ټینګار وکړ ، ویې ويل، چې امريکا هېله لري له چين سره همکارۍ ولري، تر څو له بيړنيو نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياندې شو جوی تينګ د جون په ۱۵مه په یوه خبري ناسته کې په دې هکله وويل، چې چين او امريکا په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو په توګه بايد د اقتصاد په برخه کې همکارۍ وکړي، ګډې ګټې ومومي او له متقابل پرمختګ څخه ګټې واخلي. ذات البيني اقتصادي او تجارتي همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره ستر رول لري.
دې زیاته کړه، چې دواړه خواوې بايد د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو د اصولو له مخې د دوه اړخيزو اقتصادي او تجارتي اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ هڅونه وکړي او نړيوال اقتصاد ته ثابتې او مثبتې انرژۍ برابرې کړي.