د چین د کمونېست ځوانانو اتحاديې نولسم ملي کانګرس به د جون له ۱۹مې څخه تر ۲۲مې پورې په بېجينګ کې جوړ شي او اوسمهال د دغه کانګرس لپاره د تیارۍ چارې په سمه توګه روانې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه کانګرس کې به د یادې اتحاديې د اتلسمې دورې مرکزي کمېټې راپور واورېدل شي، منشور به يې تعديل او د نولسمې دورې مرکزي کمېټه به يې انتخاب شي.
د چين د کمونېست ځوانانو اتحاديه د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند په مشرۍ د غوره ځوانانو سازمان دی، چې د دغه هېواد د ځوانانو لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم او کمونیزم د مطالعې په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي. دغه راز یاده اتحادیه د دغه هېواد د واکمن کمونيست ګوند مرستيال او احتياطي ځواک هم بلل کېږي.