د چين په اړه د امريکا تګلارې د منلو وړ نه دي
CMG2023/06/17 13:30:01
شريکول:

د امريکا حکومت تل چين  ستراتیژیک سیال او دښمن بولي او  په ډول ډول لارو يې پر چين فشارونه اچولي، چې ناسمې کړنو يې د امريکا په دننه او د ملګرو هېوادونو مخالفت راپارولی دی.

د امريکا د تيسلا شرکت اجرائيوي رئيس ايلون ماسک د  مې میاشتې په پای کې له چين څخه دوه ورځنۍ ليدنه وکړه. هغه نه يوازې په شانګهای کې له خپلې فابريکې څخه لیدنه وکړه، بلکې د چین له حکومتي چارواکو سره يې هم وکتل. چين ته د سفر په موده کې هغه وويل، چې د امريکا او چين د ګټو  پیوستون د هغو ماشومانو غوندې دی، چې بدن يې يو ځای کيږي.د تيسلا شرکت د دوه اړخيزو اړيکو له پرې کولو سره مخالفت کوي او غواړي، چې په چين کې خپلو چارو ته ادامه ورکړي او د چين له پرمختيايي فرصت څخه برخمن شي. چين ته د ايلون ماسک د رسېدو په ورځ د ونډو په بازار کې د ده د شرکت د ونډو بيې لوړې  شوې. له دې څخه ښکاري، چې امريکايي پانګوال په چين کې پرمختيایي فرصتونو ته ډېره پاملرنه کوي.

ايلون ماسک د امريکايي تصديو له هغو مشرانو څخه يو دی، چې له روان کال راهيسې يې له چین څخه ليدنې وکړې. د اېپل شرکت اجرائيوي رئیس تيم کوک او د جي پي مورګن  عمومي مدير جامي ديمون او د سټدارباک شرکت اجرائيوي رئيس لاکسمن ناشينخان په شمول د امريکايي تصديو ګڼو مشرانو په جلا جلا توګه چين ته سفرونه وکړل او د خپلو سفرونو له لارې يې د چین د ښې اقتصادي راتلونکې لپاره د باور وړ رايې ور کړې. هغوی دا څرګند نيت ښودلی، چې د چين بازار د امريکايي تصديو لپاره ډېر ستر فرصتونه برابر کړي او له چين سره همکارۍ د امريکا له ګټو سره سمون لري.

خو د امريکا حکومت د چين ضد تګلاره غوره کړې ده او د امریکا علمي ټولنې او مؤسسې په دې اړه اندېښمن دي. د ييل پوهنتون  لوړ پوړي څېړونکي سټيفن لوچي وويل، چې په وروستيو کلونو  کې امريکايي تصديو په چين کې له پانګونو څخه د خپل موثریت د لوړوالي او د خپل بازار د پراخوالي په اړه ګټې اخيستي دي، خو کله چې امريکايي حکومت يوازې خپلې امنیتي مسئلې ته پام اړولی، يادې ګټې د کمېدو په حال کې دي. د امريکا د ستراتيژيکې لارې د  مشورتي شرکت اجرائيوي رئيس داوي دودوير دې ته په اشارې سره وويل، چې امريکا چين دښمن بولي، خو چين هېڅ بد نيت او موخه نه لري. د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په حال کې امريکا لاهم دغه حالت کمزوری کړی دی.

د امريکا ځينو ملګرو هېوادونو دغه حالت ته په سمه توګه ګوري او پر دې پوهيږي، چې که يوازې د چين ضد امریکايي تګلاره تعقيب کړي، نو هغوی به نه يوازې ځاني ګټو ته زیانونه ورسوي، بلکې نړۍ به د جلا کېدو او مقاومت کندې ته  وغورځوي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په اپرېل کې چین ته د سفر په  ترڅ کې وويل، چې د تايوان مسئلې په هکله اروپا د امريکا دريځ نه شی تعقيبولی. که نه، دوی د امريکا له خوا به په جوړ شوي جال کې راګير شي.اروپا دې خپله ستراتيژيکه خپلواکي پياوړې کړي او په نړيوال نظام کې دې درېیم قطب وګرځي.

د استراليا پخوانی صدراعظم پاول کيټينګ په وروستيو کې اوسني صدراعظم انتوني البانيس ته د يوه پيغام په استولو سره وويل، چې له امريکا سره د چين ګواښل د استراليا له ګټو سره سمون نه لري. د امريکا تګلارې څو ځلې ځان او د ملګرو هېوادونو ګټو ته زيانونه رسولي دي. امريکا له بريټانيا او استراليا سره امنيتي همکاريزې اړيکې ټينګې کړې، چې موخه يې د دغو دوو هېوادونو له پوځونو سره د چين ګواښل دي، خو که استراليا دغه موخه تر سره تر سره کړي، نو دفاعي ځواکونه به يې نه یوازې ځاني ګټو، بلکې ملي حاکميت ته زيانونه ورسوي.

ګڼ شمېر اروپايي اقتصادي شخصيتونه هم د امريکا له هغو تګلارو سره مخالفت ښودلی، چې له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کول غواړي. د دوی په اند چين د راتلونکي پرمختګ مهمه توليدي اډه او د توليداتو د خرڅلاو بازار او د باور وړ همکار هم دی.