د فليپين یو شمېر چارواکو د جون په ۱۶مه د امريکا له هغه وړانديز سره مخالفت وکړ، چې له مخې يې دې فليپين د امريکا لپاره په لنډمهاله توګه هغه افغانان ومني، چې پخوا يې په افغانستان کې د امريکا د مېشتو ارګانونو لپاره کار کړی و او اوس امریکا ته د ځانګړي مهاجرت ويزې غوښتنه کوي.
د فليپين د بهرنيو چارو وزير منلو په همدې ورځ د دغه هېواد سنا مجلس ته په وينا کې وويل، چې دغه وړانديز د امریکې ولسمشر جوبايډن د روان کال په مې میاشت کې له خپل فليپيني سيال مارکوس سره د ليدنې پر مهال وکړ. د دغه وړانديز په اړه د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ بحثونه اوس هم روان دي او وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
د فليپين د ولسمشر مرستيالې سارا دوتيرتي یوه استازي په خپله وينا کې وويل، چې قانون او امنيت ته په کتو د امريکا له ياد وړانديز سره ټینګ مخالفت کوي.
د فليپين د سنا مجلس غړي جې وي ايجيرسيتو وويل، چې د فليپين حکومت دې خپلې سرچينې تر ټولو لومړی د خپلو اتباعو د ښېګنې لپاره وکاروي.