محمود عباس: هيله ده چين د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ په جوړجاړي کې رول لوبوي
CMG2023/06/17 15:14:42
شريکول:

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جون له ۱۳ مې تر ۱۶ مې پورې له چين څخه رسمي لېدنه وکړه. نوموړي د دغه سفر پر مهال له خبري رسنيو سره په مرکه کې خپل دغه سفر ډېر مهم وباله. هغه وویل، د فلسطين او چين ترمنځ اړیکې د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو کچې ته لوړې شوي او دا فلسطينيانو ته ډېر ځواک ورکړی دی. 

نوموړي وويل، د عربي هېوادونو او چين ترمنځ سرمشريزه په بريالۍ توګه ترسره شوه او ډېر مهم پيغام يې ورکړی دی. دغه راز د سعودي او ايران ترمنځ شخړې له اوږدې مودې راهيسې دوام درلود او هېڅ هېواد د دواړو هېوادونو تضادونه هم نه وو حل کړي. چين ښه نيت لري او په دواړو هېوادونو کې هېڅ ګټې نه لټوي، نو ځکه عجیب کار يې وکړ . چین يو عادلانه هېواد دی، هيله من يم، چې دغه هېواد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د جوړجاړي په راوستلو کې هم رول ولوبوي.

محمود عباس زیاته کړه، چې ټول عربي هېوادونه پر”دوه دولتونه “پلان باور لري، اسيايي، افريقايي او ان ځيني اروپايي هېوادونه هم دغه پلان مني، خو امريکا، بريتانيا او ځينې اروپايي هېوادونه یې نه مني. که امريکا خپله رويه بدله کړي، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ ستونزه به ژر حل شي.