په تعارفي ناسته کې د ۲۰۰ چيني او بهرنیو تصديو استازو ګډون کړی و. د چين مېډيا ګروپ خبريال د دې تصدیو د استازو نظر اخیستی.
د دې نظر پوښتنې پایله ښيي چې ٪ ۶۳ تصدۍ په دې اندي چې په سیاسي برخه کې نړیوالو جنجالونو په چين کې پر سوداګريزو چارو تر ټولو زیاته منفي اغېزه کړې ده.
د يوې تصدۍ استازي په ځانګړي ډول ليکلي چې تصدۍ يې د چین له اکمالاتي ځنځير سره پرېکون نه غواړي.
د سروې نتيجه هم ښيي چې درې پر څلورمه برخه تصدۍ پدې اندي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به پر چين د ډيجټل ساينس د نړیوال اکمالاتي ځنځير د تکيې کچه نوره هم لوړه شي.
ټاکل شوي چې د چين د نړيوال اکمالاتي ځنځير د پرمختګ لومړی نندارتون به د روان کال د نومبر له ۲۸ مې د ډسمبر تر ۲ مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شي.
د ۸۶ تصديو استازو پدې اړه ويلي چې هغوی د دغه نندارتون په جريان کې له زیاتو همکارانو سره د اړيکو ټينګولو او د سوداګریزو معاملو د تړونونو د لاسليکولو هيله لري.