د امريکا د حکومت ملي پور په لومړي ځل له ۳۲ تريلیونو ډالرو اوښتی
CMG2023/06/18 11:13:56
شريکول:

(عکس: د مې په ۱۹مه نېټه د امريکا د ملي پور اندازه)

د امريکا د ماليې وزارت تازه شمېرنه ښيي چې د دغه هېواد ملي پور په لومړي ځل له ۳۲ تريليونو ډالرو اوښتی او هغهې اندازې ته رسېدلی چې اټکل کېدو ۹ کاله وروسته به ورته رسېږي.

د امريکا د پيټر پيټرسن (Peter Peterson) صندوق وړاندوينه کړې چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به د دغه هېواد د ملي پور اندازه ۱۲۷ تريليون ډالرو ته لوړه شي.

د امريکا سنا مجلس د روانې مياشتې په پيل کې د فیدرالي حکومت د پورونو د محدودولو او بودجې په اړه يوه قانوني لايحه منظوره کړې چې پدې سره به د پورونو له تړونونو څخه د امريکايي حکومت د سرغړنې مخه ونيول شي. خو د امريکا  يو اقتصاد پوه مارک زاندي ويلي، چې دا لايحه د حکومت د پورونو بحران نه شي حلولی او د امريکا په وړاندې اوږدمهالې مالي ننګونې لاهم دوام لري.