د پاکستان د استازو جرګې د ملي دفاع کمیټې رئيس مشاهد حسين د جون په ۱۷مه نېټه ويلي چې د کاروټ د اوبو برېښناکوټ پروژه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ نمونوي پروژه بلل کيږي او ځايي ايکولوژيکي چاپيريال يې ساتلی دی.
د جون په ۱۷مه نېټه د يادې پروژې پرانيستلو فعاليت تر سره شو. ښاغلي مشاهد حسين د چین له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې ياده پروژه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز بريالۍ نمونوي پروژه ده چې له امله يې د ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د انرژۍ د خونديتوب په برخه کې څرګند مثبت بدلونونه راغلي دي. چیني تصدۍ هم د پروژې په سيمه کې ټولنيز خدمتونه کړي او د روغتونونو او مکتبونو په جوړولو سره يې ځايي خلکو ته ګټې برابرې کړي دي.
د کاروټ د اوبو برېښناکوټ چې عمده پانګه پکې د چين د سي ټي جي له خوا شوې ده، د ياد دهليز د اوبو برېښناکوټ لومړۍ پروژه ده او د پاکستان د پنجاب صوبې په کاروټ سيمه کې موقعيت لري او پکې د کارول شويو جنراتورونو ظرفيت ۷۲۰ زره کيلو واټو ته رسيږي.
(غاټول)