د ولس له مشرتوبه تر خادمتوبه
CMG2023/06/18 15:13:40
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پلار شي ځونګ شيون خپل زوی شي جين پينګ ته ویلی، چې د هرې کچې مامور وې، بايد ولس ته په اخلاص خدمت وکړئ پاملرنه ورته وکړئ او او ورسره نږدې شه.

د چين ولسي جمهوريت لومړی رهبر ماو ځنګ دونګ کمونیست ګوند ته د شي ځونګ شيون په هکله معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د چين د شمال لويديځ د ادارې لپاره بايد يو ځوان مشر وټاکل شي او د دې کار لپاره شي ځونګ شيون ډېر مناسب دی، ځکه چې هغه د ولس له متن څخه راوتلی او با مسوولیته مشر دی.  شي ځونګ شيون په کلي کې زيږيدلی او د سوسياليزم د انقلاب مشر و، له خلکو په ځانګړې توګه بزګرانو سره ژوره مینه او دوستي لري. هغه هميشه ویلي، چې دی د بزګر زوی دی.

د شان شي ولايت ژيړې ځمکې نسل په نسل کارګر او بزګر روزلي دي. شي جين پينګ او د ده پلار شي ځونګ شيون دواړه د چين د شان شي ولايت په شمال کې خپل خدمتونه تر سره کړي دي.

شي جين پينګ په ۱۹۶۹ کال کې چې هغه وخت يې عمر له ۱۶کاله کم و، د شان شي ولايت په شمال کلي کې دنده پيل کړه. هغه له کليوالو سره ګډ ژوند کړی او د بزګرانو لپاره يې هر ډول کارونه تر سره کړي او په بزګرانو، کليو او د چين په ټولنه کې د بنسټيزې کچې خلکو د ژوند په هکله يې ژور معلومات تر لاسه کړي دي. په کلي کې اووه کاله ژوند او خدمت د شي جين پينګ باور، ځيرکتيا او لرلید زیات کړی او د ده لپاره دغه ځمکه نه يوازې دا چې هلته يې کار کړی، بلکې د ده د زړه د خوښې وړ ټاټوبی هم دی.

شي جين پينګ څو کاله وروسته په يو متن کې ليکلي: زه د خلکو يو خدمتګار يم او د شان شي ولايت لوړه کې زما ريښې دي، ځکه چې په دغه ځای کې زما نه بدليدونکې روحيه جوړه شوه، چې بايد خلکو ته خدمت وکړم. هغه زياته کړه: هر چيري چې زه اوسيږم، خو د ژيړې ځمکې زوی يم. له بزګرو او ځمکې سره مينه د شي جين پينګ د هلو ځلو اصلي مرکز دی، چې خلکو ته خدمت کول له ژيړې ځمکې څخه سرچینه اخلي او همالته د هېواد د حکمتوالۍ د فکر بنسټ ايښی دی.

خلکو ته خدمت کول، له خلکو سره يو ځای او ګډ ژوند، خلکو ته واقعي کارونه تر سره کول د شي جين پينګ او د ده د پلار ګډ فکر دی.

د شي جین پينګ پلار د هغه د روحيې او قوت استايتوب کوي او هم زوی ته يې لارښوونه کړې او هڅولی يې دی.

د شي ځونګ شيون بچیان د دغه له کړنو په ژوره توګه اغېزمن شوي دي. شي جين پينګ يو ځل د خپل پلار د زيږيدنې ورځ په وخت کې يو پيغام ليکلی، چې بايد له پلار څخه زده کړه وکړي. شي ځونګ شيون خپل زوی شي جين پينګ ته ځواب ورکړ، چې خلکو ته خدمت کول د پلار او مور د روحيې درناوی کول دي.

شي جين پينګ په زړه کې خلکو ته پاملرنه کوي او خپلې ژمنې پوره کوي، هر وخت د پلار خبرې په یاد ساتي او خلکو ته د خدمت کولو هدفونه پلي کوي.

پلار او زوی، د دوو نسلونو سړي، د ولس مشران او خادمان، له خلکو سره ژوره مينه او خلکو ته د خدمت کولو هدف له پلار څخه زوی ته خپور شوی.

خلک هرځای او هر وخت د دوی ګډو هیلو او هلو ځلو ته پاملرنه کوي.