ولادیمیر پوتین: روسیه هېڅکله له خبرو اترو انکار نه کوي
CMG2023/06/19 10:12:39
شريکول:

د جنوبي افریقا ولسمشر ماتامیلا سیریل رامافوسا او د کوموروس، زامبیا، سینیګال او مصر د مشرانو یا ځانګړو استازو جوړ افریقایي پلاوی د جون په ۱۷مه نیټه د روسیې سېنټ پیټرزبورګ ته لاړ او د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې وکتل. پوتین له افریقايي پلاوي سره د لیدنې پر مهال وویل چې روسیه هیڅکله له خبرو اترو ډډه نه کوي.

د افریقايي هېوادونو دغه پلاوي له دې مخکې اوکراین ته هم سفر کړی و. د اوکراين د ولسمشرۍ ماڼۍ په وېبپاڼه کې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه خبر ورکړل شوی و چې دغه پلاوي له ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل. دواړو خواوو د روسيې او اوکراين د شخړې د پای ته رسولو او د نړۍ د خوراکي توکو د امنيت د تامينولو په اړه خبرې اترې وکړې. سرچينې د زیلینسکي له قوله ويلي و چې اوکراین او ټوله نړۍ "کنګلي جنګ او سوکه سوزنده جنګ ته اړتیا نه لري، بلکې ریښتینې سولې ته اړتیا لري.

ده زياته کړې چې جګړه یوازې هغه وخت ختمېږي چې روسیه له له ټول اوکراین څخه خپل ځواکونه وباسي.