لي چیانګ برلین ته ورسېد
CMG2023/06/19 14:47:17
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د جون په ۱۸مه نېټه په ځانګړې الوتکه کې د برلین نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد.

هغه به د جرمني د لومړي وزیر اولف شولز او د دغه هېواد د حکومت په بلنه د دواړو هېوادونو د حکومتونو په ۷مه مشورتي ناسته کې ګډون او له جرمني څخه به رسمي لیدنه وکړي.

ټاکل شوې چې د چین صدراعظم له جرمني وروسته په فرانسه کې د نړۍ د سرمایو راغونډېدو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته رسمي سفر وکړي.

لي چیانګ وویل، جرمنی د چین صدراعظم په توګه د ده تر لوړې وروسته د بهرني سفر لومړی تمځای دی. دغه سفر به له دوستۍ او همکارۍ څخه ډک وي. 

نوموړي دې ته په اشارې چې د چین او جرمني حکومتونو د مشورتي ناستې ۷م پړاو دواړو هېوادونو د نویو حکومتونو تر جوړېدو وروسته لومړی رسمي تماس دی. چین غواړي متقابل درناوی ولري او موجود توپيرونه د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د  اصولو په رڼا کې د صمیمي خبرو او نظر تبادلو له لارې حل کړي، د دواړو خواوو د همکارۍ بالقوه ځواک ولټوي، د توپیرونو او اختلافاتو د حلولو لپاره معقول او ښه چلند وکړي، خپلمنځي هراړخیزې ستراتېژيکې اړیکې لا ژورې کړي او د عرضې او تولید د نړیوالو ځنځیرونو د ثبات او د نړیوالې سولې او سمسورتیا د ساتلو لپاره فعال رول څرګند کړي. (هیله)